د ماشوم نړیواله ورځ؛ افغان ماشومانو کې خوارځواکي نوره هم ډېره شوې

د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت، یونیسف یا د ماشومان ملاتړ صندوق بي بي سي ته ویلي، د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي نوره هم زیاته شوې ده او د کرنتین پر مهال نژدې یو لک ماشومان نوي په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د نوامبر ۲۰ مه د کوچنیانو نړیواله ورځ وټاکله، چې له هغه را هیسې هر کال د ماشومانو ترمنځ د پوهاي، د هغوی د هوساینۍ او د ژوند د بېلا بېلو اړخونو د ښه کېدا لپاره لمانځل کېږي.

خو دا اداره وايي، سږکال کورونا وېروس د ماشومانو د حقوقو د پایمالیدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند یونیسف ( UNICEF ) یا د ماشومان د ملاتړ صندوق وايي، په افغانستان کې نه یوازې جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی بلکې په وینا یې کورونا هم د دوی پر ژوند ډېر منفي تاثير کړی.

په افغانستان کې د یونیسف د رسنیو برخې غړي احمدجان نوزادي بي بي سي ته وویل، په افغانستان کې بېوزلي او د کورونا وېروس خپرېدو له کبله په دغه هېواد کې نژدې یو لک نور ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي:

"له کورونا مخکې په افغانستان شپږ لکه نوي زره ماشومان په خوارځواکي اخته وو خو اوس زموږ مالومات ښيي، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر اوه لکه اتیا زرو ته رسېږي. "

له زدکړو بې برخې کېدل

کورونا نه یوازې ګڼ شمېر افغان ماشومان خوارځواکي کړي بلکي د کرنتین پرمهال یې له زدکړو هم بې برخي کړل.

یونیسف وايي، د کرنتین پرمهال په افغانستان کې، نژدې لس میلیونه هغه ماشومان، چې ښوونځیو ته تلل، د ښوونځیو تړلو امله له زدکړو بې برخې وو.

د افغانستان روغتیا وزارت وياند اکمل سمسور وايي، دا وېروس پر خوارځواکي ډېرېدو سربېره د ناامنۍ او د کورونا له امله د ګوزڼ يا پوليو واکیسین پر وخت نه کول د ګوزن د مثبتو پېښو د ډېريدو لامل شوي دي:

"په ۱۳۸۹ کال کې په افغانستان د ګوزن ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې خو د ۱۳۹۹ له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ګوزن ۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوې، ځکه د کورونا وېروس له امله د ګوزن ضد واکسین پر خپل وخت نه عملي کېده. "

افغانستان څومره ماشومان لري؟

د افغانستان د سرشمېرنې ملي ادارې په وروستۍ سروې کې د افغانستان د وګړو شمېر نژدې ۳۳ میلیونه ښودلی، چې په وینا یې پنځلس میلیونه يې ماشومان جوړوي.

د افغانستان په قوانینو کې د ماشوم عمر تر ۱۸ کلنۍ ټاکل شوی دی.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې د ټولنې د نورو قشرونو تر څنګ، لوی شمېر ماشومان پکې د جګړې له امله قرباني کېږي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې د روان میلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په بېلابېلو بریدونو او چاودنو کې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي او څه باندې ۷۰۰ ټپیان شوي دي.