''نژدې سل زره افغان ماشومان د خښتو بټیو کې مزدوري کوي''

ماشومان

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د ماشومانو د مزدورۍ خلاف د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، نوې موندنې ښيي چې څه باندې سل زره ماشومان د خښتو جوړولو په بټیو کې سخت کارونه کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به له کارګرو ماشومانو او کورنیو څخه یې ملاتړ پروګرامونه جوړ کړي.

بل لور ته په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ نړیوال سازمان وایي، څو چې د ماشومانو ملاتړ قانون وروستی نشي، هیڅ یو پروګرام به د دغو ماشومانو پر ژوند اوږدمهاله ښه اغیزه ونه لري.


دغه سازمان وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي، چې له کبله یې لوی شمېر ماشومان درانه کارونه کوي او د کرونا له کبله به دا وضعیت لا کړکېچن شي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغه سازمان ویانده مریم عطایي وایي، دغو ماشومانو ته د مرستو لپاره باید د ماشومانو د ملاتړ قانون نهايي شي او دا باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي. دا وايي:

''باید ژر تر ژره مرسته وشي چې کورنیو ته خوراکي توکي ورسېږي او ماشومان ژوندي پاتې شي او همدارنګه د ماشومانو ملاتړ قانون باید نهايي شي چې دا پخپل ځای په افغانستان کې د ماشومان کار کول منع کوي. د همدې قانون له برکته به د ماشومانو کورنیو ته د کار زمینه برابره شي او د ملاتړ پروګرامونو ته به لار هواره شي او دا ماشومان به اجازه و نه لري چې لارو کوڅو کې مزدوري وکړي او سختو کارونو ته لاس واچوي. ''

بل لور ته د افغانستان د کار او ټولینز چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو جوړلو په بټیو کې کار کوي.

ښاغلی جیلاني وایي، د کرونا وبا له کبله د وزارت ډېری کارونه ځنډیدلي خو بیا هم دوی هڅه کوي چې دغو کارګرو ماشومانو ته یو څه وکړي:

''موږ به راتلونکې جولای میاشت کې په افغانستان کې یوه ناسته ولرو چې په هغه کې به د خښتو په بټیو کې د ماشومانو مزدورۍ په اړه کار وکړو ''

بل لور ته شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې دوه میلیونه ماشومان کارونه کوي، چې څه باندې یو میلیون یې سخت کارونه کوي.


افغان ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه راز افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه هم محروم دي چې له دوی څخه زیات شمېر یې د زده کړو پر ځای مزدوري کوي.

په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۱۸ میلیون ماشومان کار کوي او ډېر یې له زده کړو پاتې کېږي. په دې برخه کې افریقا وچه د نوملړ په سر او ورپسې اسیا ده.

د افغانستان ۴۸ سلنه نفوس له ۱۵ کالو کم عمره دي چی تر ټولو سخته اندیښنه یې د دې ماشومانو کار کولو په اړه بلل کېږي چې یو لوی شمېر یې د ماشومانه لوبو او زده کړو پر ځای سخت او درانه کارونه کوي.