تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د درېیم ځل لپاره د کندوز دشت ارچي ولسوالي نیولې
د افغانستان شمال ختیځ کندوز سیمه ییز چارواکي، سیمه وال او وسله وال طالبان وايي، دشت ارچي ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، طالبان تېر ماښام دې ولسوالۍ ته ننوتل او دا ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې ده.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، دشت ارچي ولسوالۍ مرکز، قومنداني او ټولې پوستې یې نیولې دي.
نوموړي په دې جګړه کې د 'لسګونو عسکرو او اربکیانو د وژل کېدو' او د ډېرو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.
په ورته وخت کې سیمه ییز چارواکي د طالبانو لاس ته د دشت ارچي ولسوالۍ د لوېدو خبر تاییدوي.
د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي، افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه دشت ارچي ولسوالۍ کې شا تګ وکړ.
دی وايي، په جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دشت ارچي باجوړیانو کلي یوه قومي مشر ارباب ولي محمد بي بي سي ته وویل، په استوګنیزه سیمه د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله درې ولسي وګړي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، د جګړې له کبله ګڼ خلک له خپلو کورونو وتلي او د تخار څنګلورې خواجه غار ولسوالۍ ته تللي دي.
وړاندې د دشت ارچي ولسوالۍ له مرکز پرته د ولسوالۍ نورې برخې له طالبانو سره وې.
دشت ارچي ولسوالي د کندوز له ناامنه خو مهمو ولسوالیو ګڼل کېږي، چې په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې طالبان یې نیسي.
دغه ولسوالي د تخار له ستراتیژیکې خواجه غار ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. افغان امنیتي چارواکو څو ځلې ویلي چې طالبان د دشت ارچۍ له لارې پر خواجه غار ولسوالۍ بریدونه کوي.
وړمه ورځ، طالبانو ویلي وو چې د فراه انادرېه ولسوالي یې نیولې ده.