تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو غونډه پیل شوه
د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو د یوه پلاوي او د یو شمېر افغان سیاستوالو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته رسماً پیل شوه. په دې غونډه کې د طالبانو استازي او یو شمېر افغان سیاستوال ګډون کوي. د افغان حکومت په استازيتوب دې ناسته کې څوک ګډون نه کوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال وار د مخه مسکو ته رسېدلي دي. پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښیي چې ښاغلی کرزی له یو شمېر نورو سیاستوالو سره یو ځای ناست دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ناسته د سولې په بهیر کې مرستندویه نه بولي، خو اجراییه مشر عبدالله عبدالله پرون وویل، که دا غونډه د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار پرانیزي، دا به د سولې پر لور یو ګام وي.
طالبانو منلې چې د عباس ستانکزي په ګډون د دوی یو پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.
که څه هم افغان حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون لپاره مخامخ بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د سولې عالي شورا د دارالانشاء د مشر عمر داودزي په وینا، د سولې عالي شورا ته بلنه ورکړل شوې وه، خو ده بي بي سي ته وویل، د سلا مشورو او د یادې غونډې د ګټو او تاوان سنجولو لپاره وخت کم و، نو ځکه د دوی د ګډون امکان لږ دی.
خو د یادې غونډې د ګډونوالو لیست کې د سولې د عالي شورا یو غړی حاجي دین محمد هم شته.
دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې په پراخه کچه بېلابېل افغان لوري بهر کې د افغان لانجې په اړه سره جرګه کېږي.
په دې کې د طالبانو د امارت د مهال چارواکي (د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف) هم شته.
د کرزي د واکمنۍ د وخت وزیران او نور چارواکي او د ملي شورا غړي هم ګډون پکې لري.
په درېیمه طبقه کې د ولسمشر غني د حکومت (د ملي یووالي حکومت) پخواني چارواکي وو، چې مهم غړي یې حنیف اتمر او حضرت عمر زاخېلوال دي.
لانجمنه غونډه
افغان حکومت ټینګار کوي چې دا ډول غونډې باید د حکومت په مشرۍ وشي او د سولې بهیر د افغان حکومت په مشرۍ او مدیریت ترسره شي.
بله نیوکه دا ده چې طالبان باید له حکومت سره مخامخ خبره وکړي، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې له حکومت سره خبرو ته نه کښېني.
د مسکو غونډه له امریکا سره د طالبانو له خبرو سره نېغ تړاو نه لري. د شنونکو په باور، د روسیې او امریکا ترمنځ هم سیالي روانه ده، خو دغې سیالۍ د افغانستان وضعیت پېچلی کړی دی.
روسیه غواړي، پر سیمه ډېر تمرکز ولري او ښايي د دې غونډې جوړولو موخه یې هم دا وي چې په افغانستان کې خپل تمرکز زیات کړي.
روسیه هغه یوازېنی هېواد دی چې د افغانستان د مسلې له هر لوبغاړي سره اړیکه لري، خو امریکا له ایران سره خبرې نه کوي، او دا مهال یې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې دي.