تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: د افغان سولې خبرې ښې روانې دي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې ښې روانې دي. ولسمشر ټرمپ نن چارشنبه یوه ټویټر پیغام کې ویلي، که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده، خو په وینا یې افغانان په دې نه ختمېدونکې جګړې کې د سولې غوښتنه لري.
نوموړي زیاتوی موږ به ژر ووینو، چې خبرې کامیابېږي که نه؟
د ولسمشر ټرمپ له دې خبرو سره هممهاله د سولې خبرو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له یوې اونۍ را هیسې کابل کې له افغان چارواکو، سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، سوله قرباني غواړي خو نیوکه یې کړې چې "د طالبانو مخالف لوری " د سولې په برخه کې همغږي نه لري، چې د شنونکو په اند اشاره یې افغان حکومت ته وه.
بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدا نن چارشنبه کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې بیړه ونه کړي او دې برخه کې باید د ټولو افغانانو نظرونه وپوښتل شي.
ښاغلي غني غونډې ته وویل، تجربو ښودلې چې د سولې سم نیمایي تړونونه د بیړې له امله جګړه لا توده کړې ده. ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستان تور ولګاوه چې د افغان سولې برخه کې صادقانه هلې ځلې نه کوي.
که څه هم ولسمشر ټرمپ د افغان سولې د خبرو په اړه هیله مندي ښودلې، خو د شنونکو په اند افغان ولسمشر محمد اشرف غني په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د شویو خبرو له پایلو ناخوښه دی.
شنونکي وایي، د جنجال اصلي ټکی د لنډمهاله حکومت جوړول دي، چې طالبانو یې غوښتنه کړې خو افغان حکومت ورته غاړه نه ږدي.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر پیغام کې د افغانستان تر څنګ د سوریې جګړې یادونه هم کړې او په وینا یې هغه هېواد کې به ډېر ژر د اسلامي دولت نومې ډلې خلافت دړې وړې شي.
ولسمشر ټرمپ وايي، هغه مهال چې دی د متحدو ایالتونو ولسمشر شو، د ده په خبره داعش ډله له کنټروله وتلې وه، خو اوس له تېرو پنځو اونیو راهیسې دې لړ کې خورا ډېر پرمختګ شوی دی.