له بهرني شرکت سره د افغان کان ایستنې پر تړونونو شکونه

واشنګټن

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan, Washington, D.C.

د عکس تشریح، د یادو کانونو لپاره د پانګونې ارزښت دوه نیم میلیارده پونډه اټکل شوی

د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو د ایستنې تړون د یوه برتانوي بانکوال په مشرۍ یوه نړیوال شرکت له افغان حکومت سره لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د ځینو وزیرانو په شتوالي کې د کانو چارو وزیرې نرګس نهان ددغه شرکت له مشر سره په واشنګټن کې دغه تړونو لاسلیک کړل.

'سنټر لیمیټېډ' شرکت وايي، هیله من دی چې پر دواړو کانو خپل کار له راتلونکي کاله پیل کړي.

که پلی شي، دا به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې په کارونې د کارموندنې تر ټولو لوی امکان وي.

د بدخشان د سرو زرو او د سريپول بلخاب د مسو کان د رایستلو تړونونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لوی تړونونه بلل کېږي.

د تړون لاسلیکولو پرمهال د افغان حکومت له لوري د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي هم موجود و.

Presentational grey line

د کانونو وزارت غبرګون

د افغانستان د کانونو وزارت د تلې پر ۱۴مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو تړون لاسلیکېدل هېڅ قانوني او حقوقي ستونزه 'نه' لري.

د کانونو او پترولېم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفي، د شنبې به ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو د پروسې په وروستي کولو کې د اړوندو قوانینو ټول حکمونه او د افغانستان د حقوقي او نړیوال مشورتي شرکت مشورې په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلي مطفي وویل، ددغو کانو د داوطلبۍ بهیر په ۲۰۱۲ کال اعلان شوی و، چې بالاخره د کانونو چارو وزارت او "ترکیش افغان ماینېنګ" او "افغان ګولډ اېنډ منرالز" شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو وزارت ویاند زیاته کړه، د بدخشان د سرو زرو کان د استخراج تړون کې دغه شرکت په لومړي درې کلن پړاو کې ۲۲ میلیون ډالر پانګونه کوي، او افغان ګولډ اېنډ منرالز شرکت به د بلخاب د مسو استخراج کې په همدې موده کې ۵۶ میلیون ډالر پانګونه کوي.

Presentational grey line

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت مستشار فضل الرحمن فاضلیار بي بي سي ته وویل، د طلا او مسو کان تړونونه د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري:

" ددې دوه تړونونو د لاسلیک اهمیت په دې کې دی چې په داسې وخت کې لاسلیکېږي چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه شته او دې ګواښونو په پانګوالو کې بې باوري رامنځته کړې ده. دا قرادادونه د باور رامنځته کولو په لار کې یو مهم ګام دی."

"ناقانونه تړون"

فضل الرحمن فاضلیار

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan, Washington, D.C.

د عکس تشریح، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت مستشار فضل الرحمن فاضلیار بي بي سي ته وویل، د طلا او مسو کان تړونونو د افغانستان له پاره ځانګړی ارزښت لري

د جې پې مورګان کمپنۍ مخکني مشر "سنټر ليمېټډ" جوړ کړی چې برتانوي، امریکايي او د څو نورو هېوادونو پانګوال په کې برخه لري.

په دې تړون کې د افغانستان د ښار جوړولو مخکنی وزیر سعادت منصور نادري هم ونډه لري.

هغه څه چې پر دې تړون یې سیوری غوړلی، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ویلي په دې تړون کې د مخکني وزیر ګډون له امله دا تړون ناقانونه دی.

ښاغلی نادري شاوخوا درې میاشتې وړاندې له وزارته استعفا وکړه.

د قانون له مخې دولتي چارواکي د دندې له پرېښودو تر پنځو کلونو په دا ډول تړون کې د برخې لرلو حق نه لري، خو د سنټر لیمېټد مشر براډلي بارنټ وايي، د دې کانونو د رایستلو پر سر هوکړه په ۲۰۱۲ کال کې شوې وه.

همایون قیومي

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan, Washington, D.C.

د عکس تشریح، د تړون لاسلیکولو پرمهال د افغان حکومت له لوري د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي هم موجود و.

د ده په وینا، سعادت نادري په هغه وخت کې وزیر نه و، نو شوی تړون د قانون خلاف نه دی.

د دې تړون د ارزښت او پانګونې په اړه تازه څه نه دي ویل شوي، خو څو ورځې وړاندې په برتانیا کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد ډیلۍ اېکسپرېس ورځپاڼې ته ویلي وو، څو کمپنۍ به په افغانستان کې د سرو زرو او مسو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ده په وینا، د پانګونې ارزښت به یې دوه نیم میلیارده پونډو ته ورسېږي.

وړاندې، د افغانستان روڼاوي د څار بنسټ ويلي وو، ۱۴۰۰ شرکتونه د افغانستان کان ايستلو ناقانونه چارو کې ښکېل دي.

نرګس نهان

د عکس سرچینه، Embassy of Afghanistan, Washington, D.C.

د عکس تشریح، د تړونونو لاسلیکولو پرمهال د کانو چارو وزیره نرګس نهان هم موجوده وه.