د ډيورنډ کرښې او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه له زاخېلوال سره مرکه
په پاکستان کې افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د قبایلي سیمو له خيبر پښتونخوا سره یو ځای کېدل او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول دواړه هغه ګامونه دي، چې پرېکړه يې د حکومتونو تر وس پورته ده او حکومتونه نه، بلکې د دواړو غاړو ولس په دې تړاو پرېکړه کولی شي.
ښاغلی زاخېلوال زیاتوي، افغان ولس د هر هغه غږ او پاڅون همغږي دي، چې د توندلاریتوب او ترهګرۍ ضد پورته کېږي.
په پاکستان له افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال سره زموږ همکار خدای نور ناصر مرکه کړې ده.