تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل پر کلتوري او رسنیز مرکز د برید وژل شویو شمېر لوړ شوی
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي کابل
افغان امنیتي چارواکي وايي، د هغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی، چې پرون پنجشنبه کابل کې پر یوه کلتوري مرکز شوی و.
چاوراکي وايي برید کې ۹۰ کسان ټپیان شوي، چې ۲۵ یې اوس هم روغتون کې بستري دي.
د افغانستان عامې روغتیا یوه چارواکي محب الله ځیر ویلي، د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت 'ښه نه دی.'
'صداي افغان ' خبرې اژانس چې له 'تبیان ' کلتوري مرکز سره نژدې اړیکي لري وايي، کابل کې د تبیان ټولنیز او کلتوري مرکز، چې پرون پرې داعش ډلې ځانمرګي برید کړی، له ۱۵ یې اووه غړي وژل شوي، پنځه ټپیان او درې روغ رمټ دي.
دغه برید کې د رسنیو ۷ کارکوونکي ټپیان شوي او یو وژل شوی دی.
د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر خبرپاڼه وایي، وژل شوی خبریال د 'جمهور ' خبري اژانس کارکوونکی دی او ټپی هغو کې دوه د 'شمشاد ' ټلویزیون کارکوونکي او پنځه نور یې د 'صدا افغان ' اژانس کارکوونکي وو.
د صدا افغان خبري اژانس مشر حسن حسیني چې له تبیان مرکز سره نژدې اړیکي لري د تبیان د فعالیتونو په اړه او دا چې ولې پرې دغه برید شوی وايي:
''تبیان مرکز د عامه پوهاوي په اړه پروګرامونه درلودل. کلتوري غونډې یې هم درلودې. خلک یې دې ته هڅول چې ټاکنو کې برخه واخلي.
د حکومت کړنې یې هم څارلې او خلک یې نظر ورکولو ته هڅول. دې مرکز د داعش او نفاق اچوونې په اړه هم مخالف دریځ درلود. زه فکر کوم دښمن همدغه مسایل و نه زغمل او پر مرکز یې برید وکړ. ''
پرون دوژل شو شمیر ۴۱ کسه ښو ول شوی وو ، خو امنیتي سرچینو نن وویل چې د مړو شمېر ۵۰ ته پورته شوی او دټپیانو شمېر د۸۰ او ۹۰ تر منځ دی.
له بلې خوا د ویجاړ شوي تِبیان مرکز مشر په یوه وینا کې د پروني برید تر شا ''د نړیوال استکبار '' لاس شریک بللی هغه اصطلاح چې په دودیز ډول امریکا ته کارېږي.
سید عیسی حسیني مزاري چې ځان د تِبیان مرکز ترڅنګ، د تِبیان د اسلامي ګوند مشر، او د صدای افغان آژانس امتیاز وال هم بولي، وایي دغه برید ترې خورا وتلې څېرې او غوره فکري ځواک اخیستی دی.
د هغه په وینا کې ګواښ شوی تر هغو چې حکومت ددې پېښې عاملان او سبمالوونکي ونه مومي، کرار نه کېني.
ویل کېږي برید د کلتوري مرکز په تل خونه کې شوی، ځکه ځیني مړي د پېژندګلوۍ نه وو او نن خاورو ته وسپارل شول.
داعش ېې ډلې ویلي و، دغه برید دوی کړی دی.
تر ځانمرګي برید وروسته دوې نورې کوچنۍ چاودنې هم وشوې ،چې نښلونکی بمونه بلل شوي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر تبیان مرکز برید جنګي جنایت بللی.'