تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل برید: پاکستان د افغانستان تورونه رد کړي دي
پاکستان د افغانستان هغه تورونه رد کړي او بې بنسټه يې بللي چې د کابل پرونۍ زورورې چاودنه کې لاس لري.
پاکستان هغه افغان ادعاوې رد کړې او بې بنسټه بللې، چې د کابل پرونۍ زورورې موټربم چاودنې کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا ويلي په دې پلمه نورو ته د پړې ګوتې نيول چې د افغانستان خپلې ناکامۍ پټې کړي، مرستندويه خبره نه ده.
د كابل وزير اکبر خان پروني بريد کې د وژل شويو شمېر د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه اتیا تنو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د استخباراتو ادارې ويلي دا بريد د حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړی دی.