تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې په نشو روږدې مېرمنې
په افغانستان کې په نشو روږدې مېرمنې چې اوس یې کابل کې د درملنې لومړی مرکز پرانيستل شوی، بي بي سي یې هم ليدو ته ورغلې وه. افغانستان کې د شمېرو له مخې څه باندې اتیا زره مېرمنې په نشه یې توکو روږدې دي. تر دې وروستیو د دغو مېرمنو د درملنې لپاره کوم ځانګړی مرکز نه و. اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کابل کې یو داسې مرکز پرانېستی چې په نشو د روږدو مېرمنو درملنه په کې کېږي او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو فرصت ورته برابرېږي. نجما ځلا دې مرکز ته ورغلې او دا رپوټ یې پرې راستولی دی.