تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''لندن کې د 'خپلواک بلوچستان' شعارونه د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي ''
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په اسلام آباد کې یې د برتانیا سفیر ورغوښتی او د لندن پر ټکسیانو یې پر هغو لګېدلو شعارونو اعتراض کړی چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي.
ویل کېږي چې دا اعتراض له هغو لیکنو سره تړاو لري چې د خپلواک بلوچستان په نامه د لندن په ځینو برخو کې لګېدلې وې.
پر خواله رسنیو د لندن یو شمېر ټیکسیانو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې د (خپلواک بلوچستان) شعارونه پرې لیکل شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي بریتانوي سفیر ته دې لړ کې احتجاج شوی او ورته ویل شوي دي، چې دا د پاکستان د خاوري پر بشپړتیا د مخامخ برید په معانا دی.
پاکستاني چارواکو ویلي، د دغې موضوع په تړاو به لندن کې هم له برتانوي اړوندو چارواکو سره خبرې وشي.
د روان کال اوږدو کې دا دویم ځل دی، چې یوه اروپايي هېواد کې د خپلواک بلوچستان شعارونه لیدل کېږي.
له دې مخکې جنیوا کې داسې ګڼ شعارونه لیدل شوي وو، چې د خپلواک بلوچستان نوم پرې کښل شوی و او پاکستان کې له مذهبي لږکیو سره د ناوړه چلند پر ضد شعارونه پرې کښل شوي وو.
پاکستان حکومت جنیوا کې د خپلواک بلوچستان کمپاین پر ضد له سویس حکومته د رغنده ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.